ایکنا خبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د جي شل ډلې دوه ورځنۍ غونډه پرون د ایټالیا په روم ښار کښې پیل شوي او هماغه راز روانه ده ، او د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان دا څرګندونې په روم کښې د ۲۰ ډلې د غونډې ترڅنګ کړې دي.
د نړۍ د شلو غوره اقتصادي قدرتونو مشران پرون د ایټالیا په پلازمینې روم ښار کښې سره راغونډ شول څو د نورو نړیوالو بدلونونو ترڅنګ د دوو ډیرو مهمو کړکیچونو په توګه د آب و هوا د بدلونونو او د کرونا د وبا په هکله د نظرتبادله وکړي او کومه حل لاره ورته ولټوي.
د سعودي عرب خارجه وزیر د لبنان د بدلونونو په غبرګون کښې هم مدعي شوی چې هیواد یې د لبنان د نوي حکومت د پاتې کیدو یا ختمیدو په هکله هیڅ نظر نه لري.
د عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان هغه دباؤ ته له اشارې پرته چې ریاض په لبنان باندې اچولی دی، ادعا وکړه: له لبنان سره د کړکیچ جرړه، د حزب الله سلطې ته ورګرځي.